Pashto Philosophy
Advertisement

لرغونې هندي فلسفه

د لرغونې هندي فلسفي نظريات په ټوله نړۍ كې منل شوي نظرياتو څخه شمېرل كېږي.

د هندي فلسفې زياتره نظريات د هغه په ديني ډلو پورې تړلي دي. د هند پېژندونكو له څېړنو څخه دا خبره جوتېږي، چې په مخزېږيزو پېړيو ې د هندي اديانواو مذدهبونو له ګروهو څخه هندي فلسفه منځته راغلې. او په همدې پېړيو كې د هند ديني ګروهې له فلسفي افكارو سره ګډې شوې دي. دا نظريات په پېړيو پېړيو له يوې خولې وبلې خولې ته ورلېږدېدلي دي، او له ډېرې مودې پس د هند په ديني كتآبونو كې خوندي شوې دي.

د لرغوني هند فلسفه په پخوا وخت كې دويمه درجه درلوده. په لومړي سر كې د يونان راتله. چېنايانو لدې فلسفې څخه په متاثره كېدو دا هېواد د (حكمت هېواد) په نامه يادكړې.

هندي فلسفه له يو اړخه هر څيز څښتن ګڼي، او له بل اړخه هرڅيز په څښتن كې ويني، نو پدې ډول د هند فلسفه د نړۍ او طبيعت په پېژندلو كې له اېډياليزم او ماټريالېزم (ماده پرستۍ) څخه سرچينه اخلي.

كې د زياتره هندوانو په وړاندې طبيعي نړۍ نه دا چې د ژوند، اروا او عقل د مسئلو په اوارولو د ستونزو راولاړوې كړي، بلكه په خپلو صوري مظاهرو سره دوكه وركوونكي او له رښتياوو سره په ټكر كې دي.

هندي فلسفه دا ده چې غم له كومو وجوهو منځته راځي، د بې وسۍ او مجبورۍ سبب څه دى، ايا ځآن هم كوم مادي شې (څيز) دى يا نه، د ژوند بريدونه او بندويزونه تركوم حده پورې دي، مرګ ولې راځي، او لدې څخه څرنګه ځآن ژغولې شو، د ځيزونو (شيانو) اصل حقيقت څه دى؟

لنډه دا چې ټوله هندي فلسفه له همداسې پوښتنو ګروېږنو څخه ډګه ده.

هندي مفكرين پدې خبره قائل ول، چې ژغورنې (نجات) لپاره يواځې پوهه بسيا نه كوي، بلكه لدې سره سره د عمل شتون هم اړين دى. هندي فلسفه پهحقيقت كې د هند د نيمې وچې د دينونو او مذهبي ډلو دويم نوم دى، چې لهبتپالنې څخه پېل كېږي، او په يووالي ته رارسېږي. هو دا بېله خبره ده چېځينې خلك څښتن مني او ځينې يې په هستۍ ګروهه لري، څوك يې انكاري دى، نو څوك يې منونكې، لنډه دا چې هندي فلسفه يوه بېكاره فكر څخه نيولې تر لوړو افكارو پورې لرونكې فلسفه ده.

د هندي فلسفي افكارو او ګروهو وېش

علامه محمد نادر ايوبي كندهارې د عمومي فلسفې په اړه خپل ليكلي اثر (فلسفه) كې د هند فلسفي افكار او ګروهې د فلسفي وېش له مخې په دوه ډلو وېشلي چې په لاندې ډول يې بيانوي:

د لرغوني هندوانو د فلسفي افكارو او عقيدو په ارته ورشو كې فلسفه پهلومړي سر كې پر دوو لويو ډلو وېشل كېږي:

۱-ناستيكا او ۲- استيكا


۱-ناستيكا: د هندوانو د (اوپنېشاد) په كتاب كې، چې د شاجهان باچا د زوى محمد دار الشكوه له لورې د سانسكرېتي ژبې څخه وپاړسي ژبې ته ژباړل شوې، د لغت ليك په برخه كې د (ناستيكا) لغت د كافر، بې دينه اوملحد چې له څښتن تعالى څخه انكار كوي، په مانا راغلې دى. ددې لارې نامتو ښوونځي د (بوديزم)، جېنيزم او چارواك څخه عبارت دي.


ناستيكا چې لغوي مانا يې (نشته) ده، د هغو فلسفي او مذدهبي نظرياتو څخه عبارت دي، چې د هند لرغوني ګروهې، چې پر (وېداګانو) يانې مذهبي سرودونو ولاړې دي، نه مني او ورڅخه انكار كوي.

۲-استيكا: ددې ويي لغويمانا (شته) ده، استيكا د ناستيكا پرخلافد برهمن دين ټولې ګروهې، چې بنست يې په وېداګانو ولاړ دى، او شپړ فلسفي ډلې (دارشانا) دي، مني.

پههندي فلسفه كې يو سپېڅلې نوم چې (برهما ) نومېږي، د فكري بشپړتيا اولوړتيا كې پوره لاس لري، ددې فلسفې له مخې د (برهما) قوت زموږ د وجود په تل كې كرل شوې، او په هر ګړۍ كې د انسان د خدمت لپاره تيارسې وي، خو هغه پدې شرذ چې موږ ورڅخه ځان په بشپړ ډو خبر كړو. او هغه داسې چې لدې درې لورو څخه ځان ورنږدې كړو:

۱-د پوهې له لارې

۲-د احساساتو له لارې

۳-د عمل او كړنې له لارې.


هندي مفكرين د وجود پټو (اسرارو) ته د رسېدو لپاره په يوه بې سره اوبې پايه ډكر كې ډېر اوږده واټنونه وهلي. پدې ډګر چې لومړې پل (قدم) كېږدي، هغه رياضت، د دونيوي مزاياؤ شاته غورځول، د رزيلو ځآنګړتياؤ جرړې ويستل، ترڅو وكولاى شي پدې توګه د تيارو لدې ګرداب څخه ځآن وباسي، او د روښنايۍ نړۍ ته ځآن ورسوي.

هندي فلسفه د اروا او مادى ترمنځ د يو ډېر لوى توپير خبره كوي، او همدا توپير د هندي فلسفې له مهمو ځانګړتياوو څخه دي، چې په خپل فلفيي فكر كې د اروا لپاره په يوه ځانګړي ځاى قائله ده.

هغه ستر توپير چې د اروا او مادې ترمنځ دى، په سانكي فلسفه كې، چې وروسته به بيان شي، په ښه ډول تشرېح شوې.

پههندي فلسفه كې انسان يواځينې روحاني وجود دى، چې د خپلې اروا په روزلو سره كولې شي، لدې نړۍ څخه وراخوا (ماوراى طبيعت) ليدنه وكړي، هغه څوك چې د نړۍ وراخوا څخه ليدنه وكړي، لپاره تېره زمانه، حال او راتلونكې نشته، هغه دې نړۍ ته د تلپاتې شي په سترګه ګوري، د هغه لپاره رون او سبا هم شتون نلري.

د يوه هندو مومن لپاره دا اړينه ده ترڅو د هندويزم د قانون يو بنسټيز شرط ومن، او هغه په وېداګانو چې هغه د خپل ايمان پېل او پاى وګڼي، ګروهه ده.

پدې ډول د وېدا څلور كتابونه د دوه شرحو او دوه تفسيرونو سره چې يو يې(براهمني) او بل يې (اوپنېشادونه) دي، د هندو دين او فلسفې بنسټيز توكي دي.

د عام هندو (ارتودوكس) فلسفه د ۱۰۰۰ كلونو (له ۵۰۰م ز څڅه تر ۵۰۰ز) كلونو پورې وخت كې راجوړه شوې، چې بيا ۱۰۰۰ كاله نور پدې ولږېدل، ترڅو دا فلسفي نظريات تصفيه شي، سم او منظم شكل ترلاسه كړي، كه څۀ همدهند د فلسفي ډلو تداد ډېر زيات دى، مګر خپله هندي مفكرينو دا ډلې پهشپږو ښوونځيو كې راټولې كړي دي. پدې ډول ددې ښوونځيو دننه فلسفي سېسټم كې د پينځو نورو ښونځيو سره اختلاف ښكاري.


ددې څانګو په اړه مالوماتو په تمه اوسئ.


څېړونكو د هندي فلسفې څانګې پدې ډول يادې كړې دي:

    • د جېنيزم فلسفه
    • د بوديزم فلسفه
    • د نيايه فلسفه
    • د وېشكا فلسفه
    • د سانكيه فلسفه
    • د يوګ فلسفه
    • د ميماسه فلسفه
    • د وېدانت فلسفه
    • د شنكر اچاريه فلسفه
    • د رامانوج فسلفه
Advertisement